له سندرغاړې نازيې اقبال سره ادبي مرکه
همت الله امین زی همت الله امین زی

   
Sunday, 20 June 2010

پوښتنه : داچي ستادنامه سره ټول اشنادي نودنوم دپوښتولوڅخه تيريږو رابه سوستادهنرپه اړه به درڅخه وپوښتنم چي لومړي مودي هنرته څنګه مخه کړه ؟

نازيه : ټولونه مخکي ګرانولوستونکوته زماله طرفه دميني اواخلاص ډيرډيرسلامونه !!!

زه دشپږوکالووم چي زماپلارووخداي دي وبخښي چي هغه به نورونجونوته تمرين ورکاوه په صوات کي نوزه به دخپل پلارسره تلم نودهغه راهيسي زماشوق پيداسوي ووچي زه دشپږوکالووم چي داهنرته مي مخه کړي ده .

پوښتنه : لکه څنکه چي تامخکي په خپلوخبروکي وويل چي زماپلام په صوات کي انجونوته دهنرتمرين ورکاوه؟

پوښتنه :  که داراته ووايي چي اصلي دکوم ځاي اوسيدونکي يي؟

نازيه : هوزه اصلي دصوات يم اوزمااصلي ټاټوبی هم صوات دی .

پوښتنه : لومړي موپه مکتب کي تراني ويلي دي دهم هغه وخته راهسي دي سندري پيل کړي که يادبلي لاري دې هنرته راغلې يي ؟

نازيه : نه لومړي په صوات کي دودي حال ورته وايي هلته مي لومړي سندره ويلي ده بيادهغه نه وروسته پيښورته راغلم هلته بياتشترحال کي څه ځانګړي شووه هلته مي سندري وويلي اوهلته مي خپله اواز پورته کړه چي په دغه شووکي ماجوبينه هم وه فرزانه هم وه هغه وخت کي زه ډيره وړه وم په دغه پروګرام کي يي نمبري هم ورکولي نوماته يي ترټولوزياتي نمبري راکړلي دعمرپه لحاظ باندي اودفن په لحاظ باندي .

پوښتنه : کله چي دي سندره لومړي په هم هغه ځاي کي وويل اوپه ټولوکي تاډيري نمري يووړلي څه احساس دي کوي؟

نازيه : په دغه پروګرام کي چي ماډيري نمبري يوړي زه ډيره خوشحاله وم زمادغه خواهش ووچي زمانوم وي اوماخلګ وپيژني چي دانازيه اقبال ده لکه څنګه چي دانوري سندرغاړي وي نوموړي ګلناربيګم اوکشورپازه دوي نه زياته متاسيره وم اوډيرزيات مي ددوى اواز خوښ وونوماويل چي زه هم ددوي غوندي جوړه سم بس دالله فضل کرم دي اوس مي دادي داځاي ته ځان رارسولي دي چي داپښتانه اوداافغانان مي ډيرقدرکوي اودوي زيات زمااواز خوښوي زه ددوي ټولوڅخه زيات تشکرکوم .
پوښتنه : داچي اوس دي تردي ځايه ځان رارسولي دي کله دي هم دافکرکړي چي زه به دومره ورسيږم اودومره مينه وال به پيداکړم؟

نازيه : زمايقين هم نه ووخوزه به داووايم چي دالله په درکي دهيڅ کمي نسته دالله څخه چي بنده هرشي وغواړي الله يي ورته ورکوي .

پوښتنه : هوموسيقي مودکوم ځاي څخه راپيل کړه دساري ګامه پاڅخه موپيل کړه که يالومړي دي اواز پورته کړه؟

نازيه : يالومړي مودساري ګامه پاڅخه شروع کړي ده ددي فن شروع هم دهمدي څخه کيږي که يوسندري غاړي ځان جوړول غواړي نوهغه به اول دکلاسيکل څخه شروع کوي ولي بهرخوخلګ دانه اوري خواواز په دي جوړيږي .

پوښتنه : کله چي مولومړي سندروويلوته مخه کړه لومړي استادموپدي برخه څوک وو؟

نازيه : زماسره پدي برخه زماپلارډيرکوښښ کړي دي اوزمالومړبي استادهم زماپلاروودماشومتوبه څخه به هغه شپيلۍ ږغول ماته يي هم زده کړه اوزه يي دهغه سره تياره کړم .

پوښتنه : ددي څخه دامعلوميږي چي په دي برخه ستاسوپلارستاسره ډيرکومک کړي دي نوطبعي خبره ده چي دکورني لخوابه سندروويلوته هم تشويق سوي يي؟

نازيه : هوبلکل زه چي نن هرڅه يم اول دالله اوبيادخپل پلارله وجهي يم .

پوښتنه : دسندروويلوپرمهال کوم راګ ډيرزوردرته غواړي ؟

نازيه : نن سباداپوک سندري دي زموږداپښتوخبره ده چي وايي هرکاڼي چي پورته کوي لاندي ترسندرغاړي پروت وي هاهاها... داسي مثال وي اوسخت کارخودادي چي کلاسيکل څوک وايي اوغزليات څوک وايي داډيرسخت دي پوک سندري خواسانه دي اوهرڅوک يي وايي .

پوښتنه : په افغانستان کي مودکوم سندرغاړي وسندروته په خپل زړه کي ځاي ورکړي دي ؟

نازيه : په افغاستان کي هغه سندرغاړي هغه ګانه چي يي ويلي ده چي وايي (اي زماياره ) فرهاددريااواز مي اوريدلي دى خوښه راباندي لګيږي نورمي دافغانستان سندرغاړي نه دي اوريدلي خوشايدنورهم ښه ښه سندرغاړي پکښي وي خومانه دي اوريدلي .

پوښتنه : هلته په صوات اوياهم په خپله سيمه کي مودچااواز اودچاسندري ډيري خوښيږي؟

نازيه : په ښځوکي مامخکي هم درته وويل چي کشوررپااوګلناربيګم اوازونه مي ډيرخوښيږي.
پوښتنه : په نارينه ووکي مودچاسندري ډيرخوښيږي؟

نازيه : په نارينه ووکي مي دماسټرصاحب موسيقي اواواز مي خوښ دي اواماس خان هم ښه موسيقي کوي په ماباندي ددوي موسيقي ډيرهښه لګيږي نن سباګلالي سندري غاړي چي زه دهغه په موسيقي کي لګيايم شوروات يي هم له مانه کړي دي اوموسيقي ته هم مارامخ ته کړي دي ولي هغه رباب ږغونکي دي ماورته ويلي دي چي ته موسيقي وکړه ماته يي خورويلي دي اوزماپه دين اودنياوروردي دهغه موسيقي مي هم خوښيږي.

پوښتنه : داچي تاسوډيره مشهوره ياست اوپه سلهاوسندري اوپه لس هاووکسيټونه موټولني ته وړاندي کړي دي داسي يوه ورځ راغلي ده چي سندره موويلي ده اوبيرته پرپيښمانه ياست چي کاش داسندره مي نه وايي ويلي ؟

نازيه : هوزماپه سندروکي داسي سندري هم راغلي دي چي ماپه فلم کي ويلي دي خوپه فلم کي هغه کيسي مطابق سندره واچوي چي په هغوکي يوه ګانه مي داويلي ده چي ( په محبت کي مي جانان رانه کوکي غواړي ) په دي بيازه وروسته ډيره خفه وم ځکه چي داخلاقونه بهرټکي پکښي راغلي وه اوماته داخلاقونه بهرټکي ښه نه ښکاري اوپه کسيټوکي به تاسواوري چي داسي يوالفاظ به نوي چي په هغه کي داسي بحث سوي وي لکه څنګه چي مامخکي په هغه ګانه کي درته وويل نوزه په خپله هغه پروډيوسرته وايم چي يازه داګانه نه کوم اوياراته داټکي بدل که .

پوښتنه : په دي ورستيوکي ستاسونوي سندري هم راغلي دي مشهوره سندره موکومه سندره ده درته په ياديږي چي ډيره مينه وال لري؟

نازيه : زمااوس يوکيسټ ثبت کړي دي په اوس وخت کي هغه ډيرمشهوره دي چي زه کله افغانستان ته راسم نوډيرماته خلګ دهغه فرمايش کوي اوزماڅخه يي دنشرغوښتنه کوي چي ددي کسيټ نوم دي (موډ به نه خرابوي) اوسندره هم همداده چي ... موډ به نه خرابوي.

پوښتنه : دغه سندره چي تاسووويل په پاکستان کي ډيرمينه وال لري اوکه په افغانستان کي اوافغانستان ته چي تاسوکله راځي څومره خوشحاله ياست؟

نازيه : په پاکستان کي هم ډيره مينه وال لري اوپه افغانستان هم ډيرمينه وال لري ولي زه چي کله افغانستان ته راځم چي تقريباڅلور، پنځه ځله راغلم نوکله چي زه خبره سوم چي دافغانستان پروګرام دي نوزه ډيره زياته په خوشحاله سوم اوډيره په خوشحالي راځم ولي چي دافغانستان خلګ زماډيرقدرکوي اوزماداواز سره ډيره مينه لري خوپه پاکستان کي هم زماداواز قدرکوي خوپه افغانستان کي ماته ډيرقدرراکوي که هغه په ننګرهارکي وي ، که هغه په کابل اوياکندهارکي وي ماته ډيرعزت راکوي.

پوښتنه : کندهارته چي دامهال راغلي يي دادي لومړي ځل دي که بل ځل هم راغلي يي؟

نازيه : بلي دامي لومړي ځل دي چي دې ښايسته ولايت ته راغلي يم .

پوښتنه : ايادکندهارپه اړه به دي مخکي اوريدلي وه که يا؟ څه احساس کي چي کندهارته راغلي يي؟

نازيه : ماخودکندهارډيرصفت اوريدلي وواوواقيعاډيرښايسته ځاي دي دلته دباباولي صاحب دزيارت ډيرصفت مي اوريدلي وودلته موږ راغلي يوډيرعزت مووسواودننګرهاروالي ګل اغاشيرزي موږ ته ډيرقدرراکړ خداي دي دکندهاراوسيدونکوته قدرورکړي .

پوښتنه : موږ هم په دي هيله يوچي تاسوبه دکندهارڅخه ښي خاطري وړي ، که داراته ووايه چي شوخي سندري يامستي سندروموخوښيږي که ارامي ؟

نازيه : زماخوارامي سندري خوښيږي خوليدونکواواوريدونکوغوښتنه ده چي بايدمستي سندري ووايم خوبياهم داوايم چي دچاپه شوخي سندري خوښيږي اودچابه ارامي سندري خوښيږي خوهغه څوک چي ارامي سندري اوري ارامي سندري وايم اوچي شوخي سندري اوري هغوته شوخي سندري وايم .
پوښتنه : آغلي نازيه اقبال داراته ووايه چي په څوژبوموسندري ويلي دي ؟

نازيه : ماپه بيلابيلوژبوسندري ويلي دي په پښتومي هم ويلي دي تاسوته معلومه ده چي پښتوزماخپله ژبه ده ، فارسي مي هم ډيري سندري ويلي دي ، افريدي ژبه ، اوردوژبه اوپه انګليسي مي هم ځيني سندري ويلي دي .

پوښتنه : داراته ووايه چي په دغوژبوچي تاسندري ويلي دي اياخبري هم پري کولاي سي که څنګه ؟

نازيه : پښتوخومي خپله ژبه ده ، په فارسي اول نه پوهيدم خوکله چي مي ستاسوافغاني سره واده وسونواوس فارسي ويلاي سم اوپه نوروژبوخبري نه سم کولاي ولي سندري مي پرزده دي .

پوښتنه : داچي تاسوپه افغانستان کي ديوه افغان سره واده کړي دي دپښتوژبي په اړه څه وايي اياداژبه دي خوښه ده ددي ژبي لهجي دي خوښي که يا؟

نازيه : زه په افغانانوفخرکوم چي ماديوافغاني سره واده کړي دي ولي چي زماداهيله وه چي زه به واده کوم نوديوافغاني سره به واده کوم ولي چي زماکورني زماسره موافقه نه وه ولي چي يوازي زماهيله وه مابه ويل چي اول به واده نه کوم بياچي کوم يي ديوه افغاني سره کوم اوبل دخپل زړه خبره مي تاسوته داکول چي تلويزيونه نه ګورم اوزماشوق دټي وي سره نسته خوکله چي ځيني ټلويزيونونه ګورم نوبياشمشادتلويزيون اوداسي نورتلويزيونه ګورم اوافغانان پکښي پښتووايي نوماته ډيرښه خوندراکوي اوزه ستاسودپښتوسره ډيره مينه کوم اوهم هغه تلويزيونه خاص اوخاص دهمدي لپاره ګورم ولي زموږ اوستاسوپښتوفرق کوي .

پوښتنه : اغلي نازيه اقبال داستازموږ دافغانانوسره اودزموږ دپښتوسره مينه ده اوزموږ افغانان هم ستادسندرواواواز سره ډيره مينه لري ، کله چي ته په افغانستان کي کنسرټ ورکوي دافغانانوتشويق څه ډول بولي ؟

نازيه : ماډيره تشويقوي ډيرخوشحال پروګرام وي څوک اتڼ کوي څوک په خپلوځايونوکي ناست وي زمزمي کوي نوډيره په خوشحالي سره ترسره کيږي اوزماډيرعزت کوي په افغانستان کي هيڅ وخت داسي نه دي راغلي چي زه په پوه سوي يم چي دغه کس دي زماعزت نه وي کړي نوالله دي دافغانانوعزت وکړي .
پوښتنه : کله څنګه چي تاسووويل چي ماديوافغان سره واده کړي دي راته ووايه چي څواولادونه لري؟

نازيه : ډيرښه ماواده هم دافغاني سره کړي دي اوتاسوورته کوچنيان واياست اوموږ ورته ماشومان وايوزماشکردري ماشومان مي دي چي دوي لوڼي اويوزوي دي .

پوښتنه : پلان لري چي په خپلواولادونه به هم دسندروويلولړي ته تشويق کړي که يا؟

نازيه : نه زه نه غواړم چي خپل اولادونه سندروويلوته تشويق کړم ولي چي نه زماداهيله ده اونه زمادخاوندداهيله ده ولي چي زه په خپلوبچوباندي اول حاديث دقران سبق پري زده کول غواړم اوبياتعليم پري کوم .

پوښتنه : اغلي نازيه اقبال په دي ورستيوکي مودرحيم شاه سره هم سندري ويلي دي په دي هکله ته څه وايي چي څوسندري موورسره ويلي دي مينه وال لري که ياستادخاوندموافقه وه اوکه څنګه؟

نازيه : ماته اول معلومه نه وه کله چي زه سټيډيوته راغلم ماسندره يوازي وويل اوپه هغه سټيډيوکي نورسندري غاړي هم سندري وايي نوچي کله هغه سندره چي توراوربل راخورکه نوچي کله زه کورته راغلم نوهغه زماسندره درحيم شاه دسندري سره يوځاي کړي وه نوورسته زه پوه سوم چي دغه رحيم شاه دي ولي مخکي مارحيم شاه نه پيژندي ، نواوس هم چي کله زماسندري راځي هغه به يوازي زمادخاوندسره وي اوزه نه دبل چاسره جوړه سندري وايم اونه به يي ووايم .

پوښتنه : يعني تاچي درحيم شاه سره سندري ويلي دي داستااوستادکورني خوښه نه وه؟

نازيه : نه بالکل نه ماته معلومه نه وه چي دغه رحيم شاه دي اوزماسندره درحيم شاه سره يوځاي کيږي که داسي خبره وايي نوګرسره به مي په هم هغه سټيډيوکي سندره نه ويلاي خواوس به زه لومړي پوښتنه کوم چي زماسندره دچاسره ده که زمادخاوندسره وه نووايم به يي اوکه نه وه نونه به يي وايم .

پوښتنه : کله چي مودرحيم شاه سره هم هغه سندري په کورکي دخاوندسره يوځاي وليدلي ستاسوپه منځ کي خوبه يي کوم جلاوالي نه وي راوستلي؟

نازيه : نه زمااوزمادخاوندپه منځ کي يي هيڅ جدايي نه ده راوستلي ولي زماخاوندسندري غاړي نه وومادي ته تشويق کړي چي بايدسندري ووايي ولي زمادواده وروسته مادهيڅ يوه نارينه سره جوړه سندري نه دي ويلي نوکه مي ويلي هغه به يي هم دخپل خاوندسره وايم اوس چي هم ځيني سندري زماجوړه راوتلي دي هغه هم کسيټووالاسره يوځاي کړي دي ګني ماندي ويلي .

پوښتنه : اغلي نازيه اقبال دومره سندري موويلي دي اودومره مينه وال لري ايااسلام ته موهم څه کړي دي که يا؟

نازيه : هوبالکل داسلام جاراوتردين قربان له وړکتوبه مي ددين سره شوق اوعلاقه وه يوازي دانه چي زه سندري وايم ولي ددين سره مي همډيرشوق دي زه اوه کلنه وم چي قرانکريم مي ختم کړاوزه هم په پنځلسوورځوکي په کورکي يوځل قرانکريم ختموم اوخپلواولادونوته يوځلي سهاراويوځلي ماپښين دقرانکريم درسونه ورته وايم اوهمدرانګه زيات حديثونه مي هم يادي دي اودحديثوسره مي زيات شوق دي اوډيرکتابونه يي هم راته پراته دي .

پوښتنه : اقبال په دي ورستيوکي مونعتونه هم ويلي دي په دي هکله څه وايي؟

نازيه : هونعتونه مي دري کسيټه ويلي دي اوپرهغومي يوه روپي هم نده اخيستي ولي چي په هغه کي دالله اومحمدنومونه راغلي دي نوځکه مي دنعتونوسره ډيره مينه ده اوغواړم په راتلونکي کي هم ډيرنعتونه ووايم .

پوښتنه : دچاشعرونه موډيرويلي دي ؟

نازيه : شعرونه مي دبيلابيلوشاعرانوداويلي دي لکه دالفت صاحب ، لايق صاحب ، عثمان خيالي ، سراج الدين مخلص صاحب اودبابرزي صاحب شعرونه مي ډيرويلي دي .

پوښتنه : ډيرسندري غاړي سته چي سندري هم وايي اوشعرونه هم ليکي خپل دي هم شعرونه ليکلي؟

نازيه : خپله مي شعرنه دي ليکي يوڅومسرۍ مي ليکلي دي چي داحادثي په ماتيري سوي هم دي اوپه هغه تړاومي دامسرۍ ليکلي دي چي دهغوله جملي څخه همدايوه مسرۍ په دي ډول ده چي په کيسټوکي مي هم ويلي دي چي ( زمادخپلونه زړه توردي ماته يي په هرځاي کي اغزي کرلي دينه ...

پوښتنه : داسي اوازي موږ واوريدلي چي اغلي نازيه اقبال په راتلونکي کال کي بيت الله شريف ته ځي اياداريشتياده اوکه يشتياده دراتلووروسته به يي بياهم سندري ووايه که يا؟

نازيه : زماخواهش هم دي اواراده مي هم ده الله دي وکي چي ولاړه سم اودراتلووروسته به يي سندري نه وايم .

پوښتنه : په وروستيوکي مودافغانستان وړونواوخوندوته پيغام څه دي ؟

نازيه : پيغام زمادادي اول چي خپل پنځه وخته لمونځ کوي وروسته دموراوپلارډيرقدراوعزت وکړي ولي چي هرڅه پيداکيږي موراوپلارنه پيداکيږي اوهغه ښځه چي واده سوي وي هغه دي دخپل خاوندډيرعزت اوډيرقدروکړي ولي چي دخاوندنوم دخداي پاک نوم دیاوخداي ج وايي که زمانه وروسته سجده کيدلاي نوښځوبه خپلوخاوندانوته کولاي.

 

يوه مينه اويوه مننه !!!

له وتلې اوپېژندل شوې پښتنې سندرغاړې نازيې اقبال سره دغه مرکه په کندهارولايت کې له احمدلودين کړې،چې دبېنواوېبپاڼېڅخه په مننې سره يې دشرنګ وېبپاڼې دادبي مرکوپه برخه کې هم دخپريدو شانس پيداکوو.

اومننه دبېنواوېبپاڼې همکارزماله ډېرګران وروراوملګري اوځوان شاعراوليکوال ښاغلي ميرويس جلالزي څخه چې ددې مرکېدبياځلي خپرېدوشانس يې دشرنګ وېبپاڼې دادبي مرکوپه لړکې راکړ.

بياهم مننه

 


June 22nd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل هنری